HomeAfghanistan

Qandahar Learning Institutes

Latest Updates

متفرقه کانکور آزموینه (دوهم کانکور) پر۲۰/حمل/۱۳۹۷ هـ ل اخیستل کیږي. نوم لیکنه جریان لري.

@IQRA Academy 2017-09-09

خبرتیا نن شنبه چی د روان عیسوی کال د سپټمبر میاشتﻱ نهمه نېټه کیږﻱ د شهیدانو د ورزﻱ په مناسبت عمومﻱ رخصتﻱ ده. گران شاگردان او استادان دﻱ خبر وﻱ

جمعیت اصلاح افغانستان د خپلو پروګرامونو په لړ کې د خپلو سلګونو تنو اعضاؤو په موجودیت درې ورځنی سیمینار دایر کړ، چې د مهمو دیني، دعوتي او ملي مسایلو تر څنګ د افغانستان د ازادۍ ۹۸ مه کلیزه هم ولمانځل شوه، د یادونې وړ ده چې د پروګرام په پای کې د چندې اعلان وشو چې د سیمینار او نور مصارف پوره شي، په پایله کې په پوره اخلاص سره دوه یشت لکه افغانۍ راټولې شوې.

نیدرلیند هیواد د بندیانو د کمښت له امله زندانونه تړی.

په آزموینو کي د ستونزو او نیمګړتیاوو د مخ نیوی لپاره د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځی د قدرمنو استادانو او محصلینو د پام وړ! لکه څرنګه چي تاسو خبریاست د اقتصاد پوهنځی د آزموینو کمیټه د لوړو زده کړو وزارت له لوائحو او مقرراتو سره سم په پوهنځی کي د آزموینو کنټرول، د سوالونو ترتیب او د محصلینو شکایتونو ته لاسرسی او نور وظایف لري، محترم استادان او قدرمن محصلین، باید لاندي ټکي په نظر کي ونیسي او پوره پاملرنه ورته وکړي: 1. ټول استادان دې کوښښ وکړي چي سوالونه مخکي له دې چي کمیټې ته ئې راوړي د لائحې مطابق جوړ کړي. 2. د ټولو مضامینو سوالونه مخکې له دي چې کمیټي ته راوړل شي د دیپارتمنت دآمر امضاء ورباندې ضروري ده. 3. د ټولو مضامینو سوالونه باید د کاپي ترمخه یو ځل د کمیټې ترکتلو او امضاء تیر شي. 4. د هر سوال او یاهم هري برخي نمرې باید مشخصې وي. 5. په پارچه کي کټینک لګول ضروري دی محصلین دې خپل نومونه په کټنیګ باندې ولیکې په پارچه کې د نوم لیکني په صورت کې قانوني چلند ورسره کیږي. 6. ممتحن او ممیز استادان ټول باید د آزمویني په صحنه کي حاضر وي، که ممیز استادان موجود نه وي، د پوهنځی ریاست ته ئې راپور ورکول کیږي او غیر حاضر شمېرل کیږي. 7. که کوم ممیز استاد د ضرورى کار په وجه آزمویني ته نه شي راتلای، باید بل استاد ته خپل مسؤلیت وسپاري. 8. د حاضرۍ اخیستل د آزمویني په صحنه کي حتمي ده. 9. هغه محصلین چي د آزمویني د سوالونو د توزیع څخه وروسته راځي، په آزموینه کي د ګډون حق نه لري، او غیر حاضر شمیرل کیږي. 10. نقل که شفاهي وي او که تحریري، او یا که د پارچې تبدیلي وي، په هر ډول چي وي نمره ئې صفر محاسبه کیږي. 11. د الکترونکي وسایلو لکه مبایل د ازمویني صحني ته مجاز نه دی. 12. که چاسره مبایل کې نقل ګیرشي پارچه صفر او مبایل ورنه آخستل کیږي. 14. هر استاد باید درې ورځي مخکي له امتحان څخه سوالونه کمیټې ته وسپاري، 15. هراستاد باید د آزمویني څخه وروسته تر دریو ورځو پوري د امتحان نتیجې کمېتې ته وسپاري، ترڅو محصلینو ته ئې اعلان کړي. 16. هیڅ محصل په خپله پارچه باندي نوم نه سي لیکلای، د لیکلو په صورت کي ورسره قانوني چلند کیږي. 17. استادان دي کوښښ وکړي چي سوالونه په کوچني فونټ او سایز کي ولیکي، 18. محصل د مضمون د نتائجو تر اعلان وروسته درې ورځي وخت لري، ترڅو د خپلي پارچې د بیا کتلو غوښتنه و کړى، 21. آزموینه دثور دمیاشتي په ۳۰ تاریخ د سهار په شپږ بجې پيلیږى.

که موږ سپوږمۍ نه لرلای؟ ډېره د کار پوښتنه مالومېږي! که مو سپوږمۍ نه لرلای، نو څه پروا به یې کړې وای؟ سپوږمۍ اوس موږ ته څه کړي دي؟ زموږ د لمریز نظام په نورو ځمکډوله سیارو (terrestrial planets)، لکه عطارد، زهره او مریخ کې هیڅ یوه هم د ځمکې په شان لویه او ځلانده سپوږمۍ نه لري. عطارد او زهره هیڅ سپوږمۍ نه لري. مریخ بیا د فوبوس (Phobos) او ډیموس (Deimos) په نامه دوې وړې سپوږمیانې لري. نو زموږ سپوږمۍ کومه وړه خبره مه بولئ. که موږ سپوږمۍ نه لرلای، نو: - په سمندرونو کې به مد او جزر (tides) نه را منځته کېدای. - د ځمکې یوه شپه او ورځ به ۲۴ ساعته نه وای، بلکې دا به ۶ ساعتونو ته را لنډه شوې وای. یانې، سپوږمۍ د ځمکې د محوري چورلښت (axial movement) په سوکه کېدا کې زورور لاس لري. - هجري قمري جنتري به مو نه لرلای. - نیل ارمسټرانګ (Neil Armstrong) او بز الډین (Buzz Aldrin) به هم زموږ په شان عادي ځمک‌لیده انسانان وای. - د شاعرانو د ښکلا تشبیه‌ګانې به نېمګړې وای. - په قران کریم کې نامه سورت نه وای. - د انسانانو د نسل تولید به ډېر سوکه وای. یانې، یو ماشوم به ۲۷ میاشتو کې زېږېدای. یو څو یې تاسې هم ولیکئ!

شوونه او روزنه دبشری ارتیا په توگه د بشری تکامل په بهیر کی دلومرنیو تولنه له منسته راتلو سره پیل شویده د شوونی او روزنی تر تولو ستر او ارزشتناک هدف دادی چی د تولو زده کرو په بهیر او نتیجه کی وکری شی برسیره پر زده کری تکره توب (Skill) یا مهارت او لازمه مسلک ترلاسه کری .

د ښوونکي درناوی او احترام ښوونکی د ماشومانو او ځوانانو لارښوونه کوي ، د پوهې او علــــم پر ګاڼه يې سمبالوي ، د نېکو لارو ګټې او د بدو لارو زیانونه ورته بیانوي ، په اوسنۍ نړۍ کې هر ډول پرمختګونه او هوساینه په ټولنه کې د انسان د پرلپسې زیار نتیجه او د ښوونکي برکت دی ، نو زده کوونکو ته لازمه ده چې د دغو لارښوونکو درناوی او احترام وکړي. ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ علـــــــــــــم او پوهه رڼا او ځلا ده او ښوونکی او معلم د دغې رڼا خپروونکی دی ، علم او پوهه د ودې او ترقۍ زینه ده او ښوونکی د دغې زینې جوړونکی دی ، عـــــلم د تورې تیارې مشال او د عقل د روښانتیا بله ډېوه ده ، دغه مشال او ډېوه د ښوونکي د مازغو په رڼا روښانه کيږي ، ښــــوونکی تل د خپل دماغ په ډېوه کې د فکر تېل سوځوي ، خپل مازغه ویلي کوي ، شپې روڼوي ، د زړه وينې خوري او په ځان سختي تېروي دا ټول د دې لپاره چې د ناپوهۍ تیاره ورکه شي ، خلک ښه او بد وپېژني او د ښکلي او هوسا ژوند خاوندان شي. ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ښـــــوونــکی په حقيقت کې د ژوندانه لارښود دی. پوه ، لایق ، زیارکښ او زړه سواندي کسان د یوه هېواد د لوړتیا او علمي ودې پخې ستنې د ، کـــه دغه ستنې پخې او کلکې نه وي ، نو د علم او پوهې مــــاڼۍ به هم بــې کاره او بې خونده وي. ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د ښوونکي کلمه که څه هم خلکو ته په ښکاره یوه ساده ښکاري او د ښوونکي دنده یواځې ښوونځي ته په تلو راتلو پورې تړي ، خــــو داسې نده. د ښوونکي دنده ډېره درنه او مهمه ده ، مقام یې ډېر لوړ او نوم یې سپېڅلی او مقدس دی ، نن ورځ چې په نړۍ کې د ژوند څه پرمختګونه او اسانتیاوې وينئ ، نو لومړنــي لارښوونکي یې معلمــان دي ، ځکه چې د نړۍ پوهان ، سیاسي څېرې ، مخترعین او د هېوادونو واکمنان د ښوونکي د زیار په پایله کې را څرګند شوي دي . لازمه ده چې د زړه له کومې د ښوونکي درناوی او احترام وشي ، ښــــوونکي ته په کار ده چې خپله دنده په دقت ، اخـــلاص ، صداقت ، سپېڅلتیا او د مسؤولیت له مخې پر مخ بوځــــــــي. ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دغه صفحه ستاسو دلایک په تمه https://www.facebook.com/pages/%DA%A9%D9%86%D8%AF%D9%87%D8%A7%D8%B1-%D8%AE%D8%B5%D9%88%D8%B5%D9%8A-%DA%9A%D9%88%D9%88%D9%86%DA%81%DB%8C-Kandahar-private-School/490029624464570

Suggestions

Pashto Astrophysics

House No. 17, Next to AIB Bank, Mirwais Hospital Street, District 1, 24000 Kandahar, Afghanistan
Education

فرید احمد همراز Farid Ahmad Hamraz

kandahar, 0093 Kandahar, Afghanistan
Education

تعلیم الاسلام ادارہ

Oman, Khan Kandahar, Afghanistan
Education

Malalay University

Aino Mina 2nd Fountain 6th Street East Side, Kandahar, Afghanistan
Community College, Medical School

د لوی کندهار جمعیت اصلاح

Afghanistan, 26000 Kandahar, Afghanistan
Education

کندهار خصوصي ښوونځی Kandahar private School

Nawi shar kdr afg, 0093703015115 Kandahar, Afghanistan
School

Arakozia Academic & Cultural Center - Madad Chawk

Kandahar, Kandahar, Afghanistan
Education

Kandahar University, Economics Faculty

Kandahar, Afghanistan
College & University, College & University, City

IQRA Academy

Kiftan Madad Chouk, Kandahar City. Contact us on: 0703424100, Kandahar, Afghanistan
Education

Abdulbari azimi

afghanistan, Kandahar, Afghanistan
Education, Business Service

زبیر بن عوام مدرسه

2, 2 Kandahar, Afghanistan
Education

المنیر خصوصي ښوونځی

Kandahar, Afghanistan
Education