پارلمانې ټاكنې

Kabul, 0000000 Kabul, Afghanistan


Latest Updates

@پارلمانې ټاكنې 2017-12-04

ویل کیږي د مرکزونو د ارزونې برخه کې قومي چلند شوی او د ولسمشر ددویم مرستیال فشارونه هم یادیږي.

@پارلمانې ټاكنې 2017-11-28

کمیسیون انتخابات و ادامه بی رهبری یک سال کاری هییت اداری کمیسیون مستقل انتخابات که شامل رییس، معاون عملیاتی و معاون اداری و مالی این کمیسیون می‌شد، امروز پوره شده است. بربنیاد قانون انتخابات هرگاه کرسی ریاست کمیسیون مستقل انتخابات خالی باشد، معاون عملیاتی آن به حیث سرپرست کمیسیون مستقل انتخابات ایفای وظیفه می‌کند. اکنون که زمان کاری هییت اداری کمیسیون پوره شده معاون عملیاتی که مسوولیت سرپرستی ریاست را نیز به عهده دارد به گونه غیرقانونی به کارش ادامه می‌دهد. گزارش‌های نیز وجود دارد که روز گذشته چهارتن از کمیشنران کمیسیون مستقل انتخابات به دیدار محمد سرور دانش معاون دوم ریاست جمهوری رفته است. گفته می‌شود که درین دیدار آقای دانش خطاب به کمیشنران کمیسیون مستقل انتخابات گفته که آنان همین ‌گونه ( به گونه غیر قانونی ) کار شان را ادامه بدهند. همزمان با این گزارش‌های نیز وجود دارد که هییت اداری کمیسیون مستقل انتخابات اکثر جلسات شان را در غیاب رییس دارالانشای این کمیسیون برگزار کرده و تصمیمات را به گونه‌ی صلیقه‌ی اتخاذ می‌کنند. گفته می‌شود که معاون عملیاتی و معاون اداری کمیسیون مصمم است، تا معرفی شدن رییس جدید این کمیسیون افراد خود را در اکثریت بست‌های کاری و به ویژه بست‌های ریاست‌های ولایتی کمیسیون انتخابات جابجای کنند. با این حال گفته می‌شود که معاون عملیاتی و معاون اداری کمیسیون در حالیکه به گونه غیرقانونی در کارشان ادامه می‌دهد، برخی از مکتوب‌ها و درخواستی‌های را که برخلاف میل شان است امضا نکرده و تنها به مکتوب‌ها و درخواستی‌های رسیدگی می‌کنند که مطابق میل شان هستند. با این وضعیت، در حالیکه حکومت وحدت ملی وعده برگزاری انتخابات شفاف و سرتاسری را داده اما بعید به نظر می‌رسد که حکومت بتواند برگزاری چنین انتخاباتی را با کمیسونی که به شدت از فقدان رهبری رنجر می‌برد عملی کند.

@پارلمانې ټاكنې 2017-11-18

د ټاکنو د خپلواک کميسیون د رئيس د عزل په اړه: ویل کېږي، چې د کميسيون پنځه تنه غړي، د جمهوري ریاست د مرستیال ښاغلي دانش له خوا ور غوښتل شوي او ورته ویل شوي، چې خپل رئيس عزل کړی. که داسې شوي وي، د ټاکنو د کميسیون د خپلواکۍ په اړه د ټولو سیاسي ډلو او منتقدینو اندېښنې په ځای او معقولې دي. د ټاکنو د قانون ۱۶ مې مادې له مخې د کميسیون غړي په لاندې حالاتو کې عزل کېږي. په تحصیلي اسنادو کې تزویر له مدني حقونو په حرمان محکومیت د جنایت یا جنحې په جرم محکومیت د سیاسي ګوند غړيتوب د اساسي قانون او نورو قوانینو نقض په صعب العلاجه ناروغۍ اخته کېدل ۲۰ پرله پسې ورځې غیابت د هېواد د لوړو ګټو په ضد عمل، تبعیض او تعصب له لومړيو درې حالتونو پرته نور حالتونه د کميسيون د غړو له خوا تشخصیږي. که داسې وي، چې په دغو حالاتو کې یو هم ثابت وي او د کميسيون غړو بې که کوم سیاسي فشار او جبر نه دا تصمیم نیولی وي، نو بیا ښاغلی نجیب الله احمدزی معزول بلل کیږي او که دا حالتونه ثابت نه وي او دکميسیون غړي سیاسي فشار ته تسلیم شوي وي نو بیا د نجیب الله احمدزي عزل غیر قانوني عمل دی. په هر حال د ټاکنو کميسیون او ارګ باید توضیحات ورکړي، چې وروستی قضاوت د د هغو معلوماتو په اساس کېدای شي. بله مهمه خبره داده، چې د ټاکنو قانون د ۱۴مې مادې د (۲) فقرې او د ۱۶ مادې د (۳) فقرې له مخې که چېرې ښاغلی نجیب الله احمدزی قانوناً عزل شوی وي نو د هغه په ځای بل کس د هغه لیست له منځه ګمارل کیږي، چې په پیل کې د غوراوي کمېټې جمهوري ریاست ته وړاندې کړی و. په هغه لیست کې ۲۱ کسان وو، چې ۷ تنه یې د کميسيون د غړو په توګه ګمارل شوي دي ۱۴ یې پاتې دي. که فرض کړو چې د ښاغلی نجیب الله احمدزي عزل قانوني ثابت شي نو د هغه په ځای بل کس د هغو ۱۴ کسانو له منځه ټاکل کيږي. زما نوم په هغه ۱۴ کسیز لیست کې نشته. د ملګرو د ښه نیت منندوی یم خو واقعیت دا دی، چې زه کاندید نه یم او قانوني حق نه لرم چې کاندید شم. تر هغو پورې چې جمهور رئيس غني د قانون په تطبیق سره په سیستم کې دننه د بنسټونو خپلواکي تضمین نه کړي دا چارې د افرادو په ادلون بدلون نه سمېږي. ھوډمن

@پارلمانې ټاكنې 2017-09-13

مفتي صاحب! څوك چي غير مجاهد لوټمار او پرديپال ته مجاهد وايي هغه هم كافر بالله دئ كه نه؟ م ادریس حتماً پوهېږې چي څوك د خلكو د ارضاء او خوشحالولو لپاره داسي خبره كوي چي الله تعالى پرې ناراضه كېږي، الله تعالى هم خلك ترې ناراض كړي او هم په خپله ترې ناراض!! آبله ورځ مي ستا يوه فتوا واورېده، په فتوى كي جسارت ته حيران شوم، ودي ويل: څوك چي مجاهد او غير مجاهد برابر گڼي كافر بالله دئ!! پر دې آيت دي استناد وكړ (لَا يَسْتَوِي الْقَاعِدُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ غَيْرُ أُولِي الضَّرَرِ وَالْمُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ فَضَّلَ اللهُ الْمُجَاهِدِينَ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ عَلَى الْقَاعِدِينَ دَرَجَةً وَكُلًّا وَعَدَ اللهُ الْحُسْنَى وَفَضَّلَ اللهُ الْمُجَاهِدِينَ عَلَى الْقَاعِدِينَ أَجْرًا عَظِيمًا)، په داسي حال كي چي دا آيت يوازي د داسي مجاهد ستاينه كوي او تر نورو ئې اجر او مقام لوړ بولي چي د الله تعالى په لار كي په خپل مال او نفس جهاد كوي، يعني هغه مجاهد چي له خپلي وسلې سره او په خپل مصرف د جهاد سنگر ته درومي، په خپله په جهاد كي برخه اخلي او خپل سر د الله تعالى په لار كي نذرانه كوي؛ تر هغه غوره دئ چي مؤمن دئ خو له كوم عذر پرته د جهاد سنگر ته له تلو ډډه كوي. دا غوره مجاهد هغه دئ چي جهاد ئې د الله تعالى په لار كي وي، په هغه لار درومي چي الله تعالى ورته ټاكلې، الهي حدود او كرښي مراعاتوي، خپله وسله او زور ځواك د ناولو غرضونو او شيطاني موخو لپاره نه كاروي، ظلم نه كوي، د ظالم له ملگرتيا ډډه كوي، د تېري كونكو او اشغالگرانو په څنگ كي نه ودرېږي، د مظلومانو پر سر، مال او عزت تېرى نه كوي. متأسفانه تا دا خبري په داسي غونډي كي وكړې چي ډيرى برخه وال ئې هغه وو چي له خپلو ايستلو وسلو سره د كابل سړكونو ته راوتلي وو، ډزي ئې كولې، خلك ئې وېرول، خپل زور ځواك ئې ښودو، بدمستي ئې كوله، په دولتي يونيفورم او گاډو كي سړكونو ته راوتلي ول، پر اوږه ئې د پردي ټوپك، په شاجور كي ئې د پرديو مرمۍ، پر تن ئې پردۍ جامه، د بهرنيو معاشخواره... هغه چي ټول افغانان په ځانگړې توگه د كابل مظلوم او غيرتي ښاريان ترې سخته كركه لري، د بدمعاشانو او اوباشانو په نامه ئې يادوي، د كابل د خونړيو جگړو، ورانيو عامل ئې گڼي، هغه چي د روسانو پښو ته هم پرېوتل او ناټو ته ئې هم پر افغانستان د تيري بلنه وركړه. ستا د خبرو تعبير دا وو چي همدا ټوپكوال مجاهدين دي او څوك چي دوى ته بد وايي او غيرمجاهد تر دوى غوره گڼي كافر بالله دئ!!! آيا دا په ډېر نامناسب ځاى كي او په ډېره نامناسبه توگه د يوه آيت غلط تعبير او تأويل نه دئ؟!! آيا دا تعبير انسان د دې آيت مصداق نه گرځوي چي فرمايي: وَإِنَّ مِنْهُمْ لَفَرِيقًا يَلْوُونَ أَلْسِنَتَهُمْ بِالْكِتَابِ لِتَحْسَبُوهُ مِنَ الْكِتَابِ وَمَا هُوَ مِنَ الْكِتَابِ وَيَقُولُونَ هُوَ مِنْ عِنْدِ اللهِ وَمَا هُوَ مِنْ عِنْدِ اللهِ وَيَقُولُونَ عَلَى اللهِ الْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُونَ البقره: 78 او د دوى (اهل كتاب علماوو) يوه ډله داسي ده چي په خپلي ليكني او كتاب خپلي ژبي داسي اړوي چي ته هغه د الله د كتاب يوه برخه وبولې، په داسي حال كي چي هغه د الله د كتاب برخه نه ده، دوى وايي: دا خبري ټولي د الله له لوري دي په داسي حال كي چي د الله له خوا ندي، په الله پوري دروغ تړي سره له دې چي ښه پوهېږي!! اجازه راكړه تا ته يو روايت در په ياد كړم؛ او دا ځكه چي د ډېرو مفتيانو علم په كتاب كي وي نه د دوى په زړه او ذهن كي؛ او نه مصداق ئې د دوى په عمل كي؛ هغه روايت چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم د يوه غزوې په دوران كي خپلو ملگرو مجاهدينو ته وويل: ستاسو ځيني وروڼه داسي دي چي وروسته پاته دي، خو تاسو چي په هره لوړه خېژئ او پر هر ځوړ كوزېږئ هغوى درسره دي، يعني د دې غزوې په ټول اجر كي درسره برابر شريك دي، كله چي وپوښتل شو دا به څوك وي؟ وئې فرمايل: دا ستاسو هغه وروڼه دي چي غوښتل ئې په جهاد كي برخه واخلي خو د عذر له كبله نه دي توانېدلي. د دې روايت معنى دا ده چي رسول الله صلى الله عليه و سلم مجاهد او غيرمجاهد برابر گڼلي!! هيله ده خپله ناسمه او له مبالغې ډكه فتوى دي د دې روايت په تله كي وتلې!! حقيقت خو دا دئ چي څوك د الهي معيارونو او لارښوونو خلاف؛ يو منافق، مفسد، غل، لوټمار، د پرديو مزدور، د جنگ عامل، د زمكو غاصب، د پرديو د گټو لپاره او د هغوى تر قومندې لاندي د خپل مظلوم ولس په ضد جنگېدونكي ته د مجاهد خطاب كوي او د نورو د جهاد تر نامه او پوښښ لاندي ځان او خپل ټبر ته امتيازات غواړي؛ هغه له اسلام، جهاد او مجاهدينو سره ستر خيانت كوي. ته كه غواړې د چا په اړه د كافر بالله فتوى وركړې نو د دې په اړه ئې وركړه!! دا ځكه چي هيڅوك نه وايي نه ئې ويلي چي حقيقي مجاهد او غير مجاهد سره برابر دي!! خو د جهاد هغه دروغجن مدعيان ډېر زيات دي چي په عمل كي د جهاد او اسلام تر ټولو خطرناك او ستر دښمنان دي!! م ادريس

@پارلمانې ټاكنې 2017-05-04

https://www.facebook.com/PashtoVoiceOfficial/videos/1447817401903072/

@پارلمانې ټاكنې 2017-04-29

د فيض محمد ځلاند په قلم کې ‌‌‌‌‌‌ډیری خبری شته خدای وکړی چې نور سړی شی #حکمتیار

@پارلمانې ټاكنې 2017-02-27

شيريې کړئ ! د ټاکنو خپلواک کميسون پريوه مکتوب څو ملاحظې: د کميسون د دارلاانشا رياست د خپلولو لپاره د اجرايه رياست او د ولسمشر دوهم مرستیال شديده هڅه روانه ده، دوی څو مخکيني نوماندان او رسمي مکتوب يې رد کړي او فشار يې راوړی چې د دوی څو نوماندان په دويم مکتوب کې شامل شي، دويم مکتوب څو جدي ستونزې لري : اول: دوی ویلي چې پخوانی وړاندیز قانوني و، چې قانوني و، نو ولې دويم مکتوب ليکل شوی ؟ دویم: دوی لیکلي چې پخواني وړاندیز شوي درې کسان لایق او وړ دي. درېیم: ددې شپږو وړاندیز لپاره قانوني سند او بنسټ نشته چې ذکر یې کړي. څلورم:دا مکتوب د کميسون ریس نه دی امضا کړی، په داسې حال کې چې ولسمشرته باید د ریس په امضا ولیږل شي، له دې معلومیږي چې بله کړۍ دې غیرقانوني مواردو ته لمن وهي. پينځم:د دې شپږو تنو وړانديزول د ټاکنوقانون د ۲۲ مادې خلاف دی، اصولآ بايد ۳ تنه نوماندان وي .

@پارلمانې ټاكنې 2016-08-17

زه پوهیږم چې دا چا لیکې. ده اممممممممم ډاکتر عبدالله، له ډاکتر خپلواک او اکلیل حکیمی ولې سر ټکوي؟ اجرائیه ریاست ته نږدې سرچینې روهي ویبپاڼې ته ویلي دي، چې ډاکتر عبدالله عبدالله له خپلو پلویانو او شمال ټلوالې له مشرانو سره په خبرو کې ویلي دي، چې له ولسمشر غني سره د کار امکان شته ، خو له اکلیل حکیمي او ډاکتر خپلواک سره کار نه کیږي، ځکه دوی هر څه یرغمل کړي دي او دولسمشر پر پریکړو پوره اغیز لري. سرچینه وايي: ډاکتر عبدالله ان دبهرنیو هېوادو ډیپلوماتانو ته له دی دواړو افغان سیاستوالو شکایت کړی عبدالله عبدالله وايي: ډاکتر خپلواک د ډېرو مسایلو پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي. پردې سربېره عبدالله بهرنیو ډیپلوماتانو ته هم ورته شکایتونه کړې دي. عبدالله وايي: ډاکتر خپلواک د تذکرو او دټاکنو اړوند مسایلو کې زموږ لپاره خنډدی او اکلیل حکیمي د قراردادونو او مالي برخه کې. له بل پلوه دبلخ عطامحمد نور ته نږدې سرچینې وايي: د ډاکتر غني لخوا دبلخ درسمي والي په توګه د عطامحمد نور مخه هم ډاکتر خپلواک نیولې ده اوس خبره داده، چې ډاکتر خپلواک او اکلیل حکیمي کړي څه دي؟، چې عبدالله ورڅخه سر ټکوي، ډاکتر خپلواک په سیاسي او اکلیل حکیمي په اقتصادي برخه کې د اجرائیه ریاست لپاره خنډ دی، بهرنیو ډیپلوماتانو ته په دې برخه کې پرلپسې شکایتونه شوي دي. بیا پر عبدالله هر ډول اقتصادي لارې تړلې دي، ان ماليي وزارت کې دعبدالله د خور زوی ډاکتر مستور یې بې صلاحیته کړی دی، ځکه خو عبدالله دخپلو پلویانو په غونډه کې پر اکلیل حکیمي سختې نیوکې وکړې، دولسمشر لخوا یې نوموړي ته د وزیر اکبر خان دمډال پر ورکړې نیوکه وکړه. دا کشمکش او د ډا کتر عبدالله ناغیړي خو له پخوا څخه را روان دی اوس به ولیدل شي، چې په روانه لوبه کې څوک بریالي کیږي. دیادونې ده، چې پرون اسماعیل او عطاء محمد جلا جلا له ولسمشر غني سره لیدلي او نن به ورسره ډاکتر عبدالله هم وګوري، دا به وروسته مالومه شي، چې عبدالله بیا کومې غوښتنې وړاندې کوي.

@پارلمانې ټاكنې 2016-08-17

د هېواد دخپلواکۍ 97مې کلیزې په اړه علمي سمینار ترسره شو. په دې علمي سمینار کې علمي شخصیتونو،قومي مشرانو،علماو،د پوهنتون استادانو، اکاډمیکو شخصیتونو،مدني ټولنې استازو،خويندو او په سل ګونو ځوانانو برخه اخيستې وه. دنن څخه ۹۷ کاله دمخه د مشرانو په وینو او مټو ګټل شوې او بیرته اخيستل شوې ازادي متاسفانه وروستیوو نسلونو ونه شوای ساتلی او یایې هم د ترلاسه شوې ازادۍ په قدر ونه پوهیدل او دپلار ګټلی میراث یې په قمار ووهلو، د هېواد دخپلواکۍ ورځې لمانځلو څخه مو یوازینۍ موخه راتلوونکو نسلونو ته د ازادۍ اهمیت او د ازادۍ ساتلو فکرونو انتقال دی ترڅو په ځوان نسل کې د ازادي ولولې ژوندۍ او په ټوله مانا د ازاد او خپلواک افغانستان د هوسا ساتلو او ملي بیرغ رپولو لپاره هڅې وشي. هېواد مو چې اوسمهال له ترینګلي حالت څخه په تيريدو دې په دې حساسو شېبو کې د ولسمشر او ‌‌‌‌اجرایه ریس ترمنځ خپلمنځي اختلافونو او د واک پر سر د وېش پرمهال د راپورته شوو ناندرو پرځای باید د ولس دژوند او هوساینې لپاره کار وکړي او هغه څه ته لومړیتوب ورکړي چې د ولس په ژوند کې مثبت بدلون راوستلی شي. وروسته په وار سره دخپلواکۍ د ارزښت او د ازادي اخیستونکي غازي امان الله خان د کارنامو او د خپلواکۍ د بیا اخېستلو، ساتلو او پاللو په اړه ‌‌‌‌‌‌ډاکتر فاروق اعظم،استاد حبیب الله رفیع،عبدالغفور لېوال،دکتور مصطفی نیازي،دکتور نبي مصداق په وار سره وېناوې او علمي مقالې واورولې. همدارنګه د خپلواکۍ د97 کلیزې په ویاړ دجوړ شوي کنفرانس ارزونه د کابل پوهنتون رییس حمیدالله فاروقي لخوا وشوه او یاد کنفرانس یې د وخت مهمه اړتیا وبلله او دملي ثبات څخه یې مننه وکړه چې دا ‌‌‌‌‌‌ډول علمي او مهم کنفرانس تابیا یې کړې وه، ښاغلي فاروقي زیاته کړه چې دا ډول علمی کنفرانسونه د ازادۍ ولولې او احساسات په وروستیوو نسلونو کې پیاوړي کوي او د ازادۍ غوښتنې افکار غښتلي کوي. یاد علمي سمينار د هېواد تکړه عالم شیخ الحدیث مولوي نصیر احمد تره خېل لخوا د ازاد او خپلواک افغانستان په دعایه سره پای ته ورسید.

@پارلمانې ټاكنې 2016-08-12

جالب حكومت د عادي كميشنر په امضا باندي پشنهاد ځی او ولسمشر یې امضا کوی جالبه ده

@پارلمانې ټاكنې 2016-08-11

د سهامي شرکت سرې کرښې ټولې د ملت خلاف! دا وړې به د چا پلار شړۍ کړي. عبدالله وایې! - ولسمشر په درېيو مياشتو کې دوه ساعت وخت هم ماته د ملاقات لپاره نه پيدا کوي. - برقي تذکرې ولې نه وېشل کېږي, سره له دې چې ګڼې حل لارې ورته پيدا شويدي. - په ټاکنيز نظام کې چې په هر قيمت وي اصلاحات بايد راشي. - وزيرانو ته تش د خبرو کولو وخت هم نه ورکول کېږي. - نظام ته مشروعيت ما ورکړی. - کابل مونږ ازاد کړی. - ښاروال څارنوالۍ ته پېژندل شوی چې په دې سره د يو ښار يو کال وخت ضايع شوی. - د حبيب الله کلکاني قبر دې ورغول شي, تر څو يې خلک زيارت وکړي چې له ولسمشر سره مو خبره کړې اما لا يې په دې اړه تصميم ندی نيولی. - وزيران د هېڅ رييس د مقررۍ او منفکۍ صلاحيت نلري. تاریخ به مو لا رسوا کړي، ان شا الله. Faiz Mohammad Zaland

@پارلمانې ټاكنې 2016-08-07

وردګ ملي او دولتي پوهنتون او زموږ د ولس مرستې تاسو دوستان به خبر یاست چې د وردګ دولتي پوهنتون تیر کال د وردګو او میدان ولایت د ټوپ په سیمه کې په کار پیل وکړ. دولت ورته پنځه سوه جریبه ځمکه ځانګړې کړه، دوه کاله وړاندې د لوړو زده کړو وزارت ورته محصلین معرفي کړل او دادی د کرنې په پوهنځۍ کې لمړۍ او دوهمه دوره شاګردان درس وایي. تر ډېر ځنډ وروسته اوس دادی دولت هم سږکال یو دوه پوړیز ستر بلاک د پوهنتون په ساحه کې جوړوي او د تدارکاتو پروسه یې روانه ده. دوه کاله پخوا موږ ته مالومه وه چې د دولتي بودجې د تخصیص او تدارکاتو کارونه ورو مخته درومي، په رسمي توګه پوهنتون ته ځمکه نه ده انتقال شوې، په ټوپ کې اړین تعمیرونه، سهولتونه، برښنا، اوبه او نور خدمتونه کم دي. نو اړتیا ولیدل شوه چې تر څو دولتي تاسیسات او تعمیرونه د پوهنتون په ساحه کې جوړیږي د وردګو خلک باید په خپلو هڅو، مادي او معنوي مرستو او په تیره بیا د مالي بسپنو په مټ د پوهنتون کار روان وساتي. زموږ وکیلان، قومی مشران، کاري ډلې او مدني فعالان مجبور و د پوهنتون لپاره په قانوني ډول ساحه ځانکړې کړي، سیمه ییزې ناندرۍ حل کړي، په رسمي او قانوني توګه د هیواد د ځمکو له ادراې څخه پنځه سوه جریبه ځمکه پوهنتون ته ورانتقال کړي، په اړینو مسئلو له دولتي نهادونو لکه د لوړو زده کړو وزارت، ولایتي ادارې او نورو سره اړیکې وساتي، یو بیړنی تعمیر ورته جوړ کړي، د اوبو او برښنا غمه یې وخوري، د استادانو ممکنه کمښت ډک کړي، ترانسپورتي ستونزې یې حل کړي، له ولس او د سیمې له قومي مشرانو سره یې ممکنه راپیښیدونکې مسئلې حل کړي. پورته پرله پسې ګډو هڅو د الله تعالي په مرسته د وردګ پوهنتون په پښو دریدل او پرمختګ یقیني کړل. ځینو وړ کدرونو په پوهنتون کې په وړیا ډول درس ورکړ او ځینو نورو د پوهنتون په ساحه کې نیالګی کینول، لوجستیکي مواد لکه کمپلې، چپرګټونه او نور یې د پوهنتون د شاګردانو لپاره له مختلفو نهادونو لکه د پولیتخنیک پوهنتون او نورو تر لاسه کړل. خو ترټولو مهمه مسئله داوه چې، د پوهنتون د ګټو، ننګونو او اړتیاوو په هکله عامه پوهاوی په ولس کې زیات شي او د سیمې د خلکو عامه ذهنیت سم مدیریت او بیځایه اوازې په خپل وخت او مناسبه توګه رد شي نو د ټولو مشرانو، وکیل صاحبانو او مدني کدرونو ګډ کار ته اړتیا وه، او دې ننګونو ته څو کسانو ځواب نه شوای ویلای او ډېرو خلکو په دې کې رول درلوده. په ټولو پورته مسئلو کې د وردګو قومي عالي شورا، زموږ وکیل صاحبانو، مدني فعالانو، د پوهنتون استادانو او ژورنالستانو و پتیله چې د پوهنتون د پرمختګ په وړاندې خنډونو په مقابل کې باید په کلکه مبارزه وکړو. له خپل ولس څخه مادي او معنوي مرسته وغواړو. په دې لاره کې زیاتو خلکو هڅې وکړې، کیدای شي د ځینو هیڅې په ورو ورو د نورو دوستانو له خوا نورو ته ورسول شي، او زه فکر کوم داسې ډېر خلک به هم وي چې هیڅ کله به هم د هغوي په نیکو هڅو څوک خبر نه شي، هغوي ته د الله تعالی اجر ورکړي او باید خفه نه شي. په وروستیو وختو کې د پوهنتون د رئیس عنایت الرحمن مایار صاحب په همت او غوښتنه زیات کتابونه هم د پوهنتون د کتابتون لپاره راټول او د زده کړیالانو په لاس ورغلل. همدارنګه، د متحده اماراتو د سفارت لخوا ورته یو ژور کوهي و ایستل شو او اوس د پوهنتون د شته تعمیر، ونو او نیالګیو خړوبولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي. د بسپنو راټولو کار د بسپنو راټولو کار په دریو پړاونو کې سرته ورسیده. لمړی یو فکر رامنځته شو او په هغو کې زموږ ټولو وکیل صاحبانو، د پوهنتون استادانو، قومي مشرانو او ژورنالستانو او نورو مدني فعالانو زیات رول درلود. په عملي توګه دا وظیفه څو کسانو په غاړه واخیسته او د کار کړنلاره او تګلاره یې ورته برابر او په کار یې پیل وکړ. دلته اړینه بولم چې د بسپنو راټولولو لمړۍ او خورا نوښتګره ناسته د ځینو کسانو لکه محترم استاد اسدالله وحیدي، محترم ظاهر اکبري، محترم ولی الله شاهین، د وردګ پوهنتون پخواني رئیس محترم عبدالرحمن عثماني، محترم تکړه ژورنالست شهاب صاحب او زما محمد عارف رسولي په ګډون راوبلل شوه او د پام وړ پایله یې لرله او ښې مرستې وشوې. پروسږ کال د وردګو په شورا، سپوږمۍ رادیو، انجنیر صاحب ناصر او انجنیر صاحب ساحل په دفترونو کې په زیات شمیر غونډې وشوې تر څو پورته ننګونو ته ځواب وویل شي. له موږ سره زیاتو کسانو لکه محترم عبدالغیاث کامران، محترم جنرال صاحب ظاهر وردګ، محترم داکټر صاحب نیک محمد محبي، محترم انجنیر صاحب حسني او محترم انجنیر صاحب جلال امید او د هغوی د انجنیرۍ او سروې ټیمونو یې او زیاتو نورو کسانو چې زه فکر کوم له ماڅخه به حتما پاته وي او زه ورڅخه په دې هکله بښنه غواړم ټولو ځینې وختونه له موږ سره ګډون او مرستې کړې دي. له مرسته شوو پیسو څخه څلور ملیونه دوه شپیته زره او یو سل او پنځوس افغانۍ (4,062,150 ) د پوهنتون د احاطې د دیوال په سنګ کارۍ ولیګدې. موږ په لمړي سر کې داسې فکر کاوه چې دا پیسې په سم ځای کې و نه لګیدې خو وروسته زیات خلک په دې قانع شوي چې دا ټرټولو ستراتیژیکه پانګونه وه. دوهم پړاو د مرستو راغونډولو بیا هغه وخت پیل شو چې کله پروسږ کال منی سخته اړتیا ولیدل شوه او د وردګو په قومي عالي شورا کې پریکړه وشوه چې موږ اړتیا لرو د وردګ پوهنتون د کرنې د پوهنځۍ لپاره یو بیړنی تعمیر جوړ کړو. خو زموږ ځینې بسپنه ورکوونکو لاټولې پیسې نه وې راکړې او لا نورو مرستو ته هم اړتیا وه. له بلې خوا دا وخت د تیر کال مني اخرۍ ورځې وې او یوازې یو دوه دری اونۍ د ساختماني کارونو وخت تر ساړه ژمي پورې پاته و. په دې وخت کې بیا یو څو مسلکي کسانو لاسونه سره ورکړل چې په هغو کې محترم انجنیر صاحب نجیب الله امیري، محترم عبد الطیف همکار، محترم انجنیر صاحب محمد یاسین نوري، محترم عنایت الرحمن مایار د پوهنتون رئیس، محترم انجنیر صاحب شفیق نوري، محترم انجنیر صاحب منصور، محترم ولی الله شاهین، محترم انجنیر صاحب ساحل او ما انجنیر محمد عارف رسولي او ځینو نورو دوستانو چې له موږ سره یې کله کله مرسته کوله او نومونه یې خورا ډېر دي. موږ بیا له هغو کسانو چې د بسپنو وعدې یې کړې وې، یو څه یې راکړې او نورې ورباندې پاته وې او هم له نورو دوستانو د بسپنو د راټولولو عزم وکړ. دا سلسله ښه پرمخ ولاړه او د کرنې د تعمیر کار هم څه ناڅه تکمیل شو خو د کارګرو او موادو یو مقدار قرضونه راباندې پاته شول. اوس د کرنې په پوهنځۍ ټولې دری ملیونه او دوه لکه او پنځوس زره او اوه سوه او پنځه څلویښت ( 3,250,745) نغدې افغانۍ لګښت راغی. باید ووایو چې ځینو دوستانو چې نومونه یې لاندې لیکل شوي دي له موږ سره د تعمیراتي موادو مرسته کړې او د هغو ټول قیمت تقریبا (634,600) افغانیو ته رسیده او په دې ترتیب دکرنې د پوهنځۍ په تعمیر ټول لګښت ( 3,885,345) افغانۍ راغی. د تعمیر ټول مساحت 646 متره مربع دی او په دې توګه فی متر مربع په تخمینا US$ 90 تمامیږي. ویلای شو چې دا یو ښه نرخ دی. خو تراوسه په موږ یو لک او اتیا زره افغانۍ (180,000) او 870 ډالره پاته قرض پاته دی. یو څه پیسې له شاهین صاحب سره پاته وې او هغه هم د پوهنتون په ځينو اړینو کارونو پیسې لګولې دي او له هغه سره به هم په دې ورځو کې حساب وکړو. همغه وو چې د پاتو قرضونو د خلاصون لپاره د دریم پړاو بسپنو راټولولو لپاره هم اړتیا ولیدل شوه. نو یو ځل بیا پورته ټیم پیل وکړ چې له نورو خپلو مشرانو او کدرونوبیا بسپنه وغواړي. الله تعالی د مرسته کوونکو ته خیر کثیر ورکړي، زموږ له هیلو پورته یې له موږ سره مرستې وکړې. یقین وکړی چې کله موږ د خپلو خلکو عالي همت، سخاوت، له علم، خلکو او وطن سره رښتینې مینه لیدله سترګې مو د خوشالۍ له اوښکو ډکیدلې. د دوي مهربانۍ او سخاوت موږ ته ډاډ راکاوه چې دا ولس تر لمړي اټکل لاډېر زیات عالي همت لري او که ډاډه شي چې بسپنه یې د علم او خپلو خلکو د ژوند د ښه کولو او د جهالت ورکولو په لار کې سمه او په ځای لګیږي لا نورو پانګونو ته تیار دی. موږ هم د الله تعالی په حضور کې خپل ولس ته د یوې یوې افغانۍ حساب ورکوو او ځان مسوول بولو. د لګښتونو یو لنډېز مو پخوا د وردګو یوې غونډې ته چې په انټرکانټیننټال هوټل کې رابلل شوې وه وړاندې کړ او هم مو ورباندې یو مفصل راپور لیکلی، د شورا له یوې موظفې کمیټې سره مو شریک او له دوستانو او په تیره د بسپنه ورکوونکو سره يې په ټولو جزئییاتو او کامل شفافیت سره شریکولای شو. باور وکړی چې په دې بسپنه ورکوونکو کې داسې خلک شته چې بیکاره دی، یا یې اوس کاروبار او یا شرکت په ټپه ولاړ دي خو غوښتل یې چې په دې غوره کار کې بې برخې نه شي او سخاوتمندانه مرسته یې ورکړه. په یقین سره کله چې سړی د خپلو خلکو، مشرانو، پانګوالو او پوهانو رښتینو هڅو او اخلاص ته وګوري د سترو کارونو د ترسره کولو هیلې ورته پیدا کیږي. الله تعالی د ټولو ته عظیم اجر ورکړي او دا مرستې د ټولو ته په صدقه جاریه کې حساب کړي. الله تعالی د دا پوهنتون زموږ د هیواد د ځوان نسل د ښې روزنې او د هیواد او کړیدلو خلکو د خادمانو زانګو وګرځوي. موږ پخوانۍ مرستې په ټولنیزو رسنیو کې نشر ته سپارلې وې. دادی اوس یو ځل بیا هغه لیست له دوستانو او مینه والو سره شریکوو. Afs USD د بسپنه کوونکو نوملړ بسپنه شوی مبلغ په افغانی بسپنه شوی مبلغ په دالر 50,000 محترم سید جاوید اندیش ډالره - 21,000 محترم حاجی صاحب خان محمد ډالره - 10,000 محترم ویس سلطاني ډالره 500,000 - محترم سناتور حسیب کلیمزی افغانۍ 100,000 - محترم انجنیر صاحب محمد نعیم سلیمي افغانۍ - 2,000 محترم انجنیر صاحب خالد سلیمي ډالره - 1,000 محترم وکیل صاحب شیرولي خان ډالره - 500 محترم شاهین صاحب ډالره 59,000 د وردګو کدرونه او2,400 د وردګو کدرونه ډالره 22,000 افغانۍ او 1,200 ډالره : د وردګو ټولنیزه قومي شورا 60,000 افغانۍ او 1,000 ډالره محترم حاجي عطا والله خان (کابل فولاد) 5,000 ډالره محترم حام ډالرهد ناصري صاحب 3,500 ډالره محترم داکتر صاحب نجیب الله وردګ 1,000 ډالره محترم داکتر صاحب بهاوالدین بها 1,000 ډالره محترم داکتر صاحب زرجان بها 2,000 ډالره محترم داکتر صاحب علی وردګ 10,000 ډالره محترم ستر جنرال رحمت الله نبیل 1,000 ډالره محترم حاجی صاحب غلام محمد 741,000 افغانۍ او 112,600 مجموعی د پیسو بسپنه محترم حاجی صاحب کمین زاده، یو پنځوس زره پخې خښتې محترم حاجی صاحب اختر محمد طاهری، نهه دیرش زره خښتې محترم نذیر مایار صاحب، زر خریطې سمنت سولر پنل، یاشمسۍ د ټوپ د یوه محترم سپین ږیري لخوا مرسته شوې د وروستیو څو اونیو په بهیر کې کومو خیرو دوستانو چې له موږ سره مرستې کړې نوم لړ یې په لاندې کې خپرییږي. شمیره نوم د بسپنې مبلغ US$ 1 محترم ذبیح الله جان ساجد 1,000 ډالره 2 محترم انجنیر صاحب فهیم خان 1,250 ډالره 3 محترم ډاکټر صاحب احمد سالار 1,250 ډالره 4 محترم انجنیر صاحب وحیدالله خرم 1,000 ډالره 5 محترم انجنیر صاحب حنیف الله 1,000 ډالره 6 محترم انجنیر صاحب محمد اسماعیل بدر 0 70,000 افغانۍ 7 محترم انجنیر صاحب شیرعلم حریفال 0 20,000 افغانۍ 8 محترم استاد عزت الله صدیقي 0 10,000 افغانۍ 9 محترم الحاج حمیدالله راحل صاحب 0 10,000 افغانۍ 10 محترم انجنیر صاحب نقیب الله ابرار 100 0 ډالره 10 محترم انجنیر صاحب میرویس 0 5,000 افغانۍ 11 محترم حاجی صاحب احمد خان 0 5,000 افغانۍ 0 0 5,600 ډالره او 120,000 افغانۍ

@پارلمانې ټاكنې 2016-07-15

د سید جاوید اندیش پیژندنه د یو ټولکیوال په قلم ښاغلی اندیش چې زه پیژنم هسی به یی تاسې ته درونشم پیژندلي خو بیا هم : د کاروان پوهنتون، د افغانستان سوداکری بانګ، د کابل ګروپ ځیړنیزو او مطالعاتو مرکز ، د کاروان ښوونځې ، امریکن مدیکال سنټر او په نشراتی برخه کې د اس .ام . ای افغانستان بنست ګر او مشر دي . د ۱۳۷۹ کال په اواخرو کې زه د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځې محصل شولم چې دا دوره د مکتب له دوری ډیره متفاوته ده ، نیږدی ۲۰۰ ټولګیوال چې له پوره توانه برخرداره وو، د راتلوونکو څلورو تحصیلی کلونو لپاره مو ملګري وو، نو په دی کې د یو څو مخلصو او ځیرکو پيدا کول راته اسانه نه وو چې ددی ټولو ټولکیوالو په منځ کې یو ورځ له یو شوخ ، مطمینه او ذګی ټولکیوال سره مخ شولم چې هغه بل څوک نه سید جاوید اندیش وو. په اولو څو میاشتو کې ددی له شخصیت او اخلاقو سره پوره اشنا شولم، چې زیاد هځاند او همیشه به یې هڅه کوله چې له هر څه نه باخبره وی، سره له دی چې په اقتصاد پوهنځي کې له ۵۰ زیات درسی مضامین په څلورکلونو کې چې ټولو به ورته زحمت استلا، خو سره له دی بیاهم ښاغلی اندیش په نورو فکرونو کې ډوب وو، ویل به یې چې له فارغت سره سم باید زه د چانه معاش وانه خلم ، باید هڅه وکړم او داسی پانګه اچولو طرحی او کاربار په لاره واچوم چې نور ډیرو ځوانانو ته باید د کار زمینه مساعده کړم . هغمه وو چې ښاغلی اندیش له پوهنتون سره څو نورې دندی هم په مخ وړلی . چې د ریاضیاتو ، انګلیسی ژبی او کمپیوتر د کورسونو د فرجام، فروغ او محمود هوتکی په نامه چې یو زیات شمیر ښوونکیو مدیریت او رهبری کول او ګن شمیر شرکتونو او موسساتوکارمندانو اوکارکوونکیو ته یې د درس زمینه برابره کړی وه ، د ټولو سرګردانیو سره یو ځان د ټکنالوژی سامانونو واردات یې هم کول، خو هیڅکله یی له هر نوع مشکلاتو څخه دی د راتلوونکې لپاره نه ناامیدی هم نه ده کړی . د پوهنتون د دوری په اواخرو کې یی د کابل ګروپ ځیړنیزو او مطالعاتو مرکز هم جوړ کړ. یو پیاوړی کاری ټیم چې داخلی او خارجی متخصصین په کې شامل وو، د خصوصی سکتور او پا نګه اچوونکیو لپاره یی مشوری ورکولی . د کابل ګروپ ځیړنیزو او مطالعاتو مرکز په ملاتړ او مشوره ورکولو سره د سوداګری او صنایع خونی په ۲۰۰۴ کال کې تاسیس شول، چې د حکومت، سکتور خصوصی او نړیوالی ټولنی پام وړ وګرځیدلو. د کابل ګروپ ځیړنیزو او مطالعاتو مرکز کاری ټیم د سوداګرو د اتحادیو او د افغانستان د خصوصی پوهنتونونو او خصوصی زده کړو موسساتو د ټولنی جوړولو کې فعاله ونډه لرله . خو ښاغلی اندیش په دی باندی بسنه ونه کړله او خپل ځان یې د هیواد په لویه پانګه اچونه کی هم شامل کړلو، چې ویی کولی شول چې د خپل تحصیل اوتجربی څخه په استفادی سره د هیواد لپاره لویو پروژی کار کړی چې د بیلګی لپاره یی د هیواد امنیتی ځواکونو لپاره د سواد زده کړی پروګرام وو او خپلو زر ګونو ځوانانو ته یی کاروان پوهنتون او کاروان ښوونځی له لاری د زده کړی زمینه هم برابره کړی ده په دی وروستیو کې د بانکې سکتور او پولی سیستم څخه په پوره درک سره یی د بانګی سکتور ته مخه کړی ده چې وکولی شول چې د هیواد اقتصادی برخی کې ارزښت لرونکې خدمات وړاندی کړي . همدارنګه ښاغلی اندیش د هیواد د پرمختک لپاره په پلان کې زیات شمیر اقتصادی پروژی لری چې هغه په پلی کولو سره به یو زیات شمیر ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي. د اندیش یو بل مبتکرانه عمل د اس.ام.ای افغانستان مجلی انتشار وو چې په دی سره د هیواد هغه ځوانانو لپاره چې غواړی کاروبار پیل کړی طلایی چانس دی . د سید جاوید اندیش په خیریه کارو موږ پدی مقاله کی څه ندی لیکلی، هغه مسلکی برخی یو وړکی حصه مو را سپړلی ده.

@پارلمانې ټاكنې 2016-07-10

معرفی سیدجاوید اندیش به قلم یکی از دوستان! بنیانگذار پوهنتون کاروان، بانک تجارتی افغانستان، مرکز تحقیقات و مطالعات کابل گروپ، مکاتب کاروان، امریکن مدیکال سنتر و در بخش نشراتی مجله اس.ام.ای افغانستان، خانم های رهبر افغانستان. در اواخر سال 1379 وارد پوهنځی اقتصاد پوهنتون کابل شدم، وارد محیطی که فضای تحصیلی آن متفاوت از دوازده سال شاگردی دوران ابتدائیه و لیسه بود. آشنایی با چهره های جدید در اولین روزهای پوهنتون انسان را وارد دنیای جدیدی از زندگی می کند. قرار بود نزدیک به 200 جوان پر انرژی در چهار سال آینده هم دوره تحصیلی ام باشند. پیدا نمودن بهترین ها از بین آنها، کار نسبتاً مشکلی بود. درین میان با جوان بسیار مطمئن، شاد و شوخ طبع روبرو شدم که او کسی جز سید جاوید اندیش نبود. در چند ماه اول بیشتر با اخلاق و شخصیت او آشنا شدم. او جستجو گر بود و می خواست از همه چیز آگاه باشد. با وجود آنکه همه سخت آماده گی گرفته بودند تا موفقانه پله های کامیابی بیش از 50 مضمون درسی چهار سال آینده را یکی از بعد از دیگری طی نمایند اما او در جستجوی چیزی دیگری بود و همیشه می گفت خواهم با فارغ شدن از پوهنتون از کس دیگری معاش بگیرم، می خواهم با راه اندازی طرح های سرمایه گذاری و کاروبار در سکتور خصوصی کشور بصورت مستقل حضور داشته باشم، او در عمل هم چنین بود، چنانکه همزمان با ادامه تحصیل چندین کار دیگر را نیز پیش میبرد. او مدیریت کورس ریاضیات، زبان انگلیسی و کمپیوتر فروغ، فرجام، محمود هوتکی را به عهده داشته و شمار زیادی از استادان این آموزشگاه را رهبری می کرد، علاوه بر آن برای شرکت ها و موسسات زمینه درس را فراهم ساخته بود. با وجود همه مصروفیت ها، واردات وسایل تکنالوژی را نیز به پیش میبرد، کار و مشکلات هیچگاه در وجودش نسبت به آینده زره ای ناامیدی دیده نمی شد. در اواخر دوره پوهنتون، مرکز مطالعات و تحقیقات کابل گروپ را نیز راه اندازی نمود و با تیمی از متخصصین داخلی و خارجی در اوج سرازیر شدن کمک های بین المللی متشبثین سکتور خصوصی مشوره های تجارتی و سرمایگذاری ارائه می کرد. با حمایت و مشوره کابل گروپ، اتاق تجارت بین المللی افغانستان در سال ۲۰۰۴ تاسیس شد که مورد توجه حکومت، سکتور خصوصی و جامعه جهانی قرار گرفت. تیم کاری کابل گروپ سهم فعال خود را در ایجاد اتحادیه های تجارتی داشت. آقای اندیش به این اکتفا نکرد و خود وارد دنیای بزرگ تجارت و سرمایگذاری شد. او با استفاده از تجارب و تحصیل خود توانست بزرگترین پروژه ها را عملی سازد وی نیز زمینه تحصیل را به هزاران فرزند صدیق این کشور از طریق پوهنتون و مکاتب کاروان مهیا ساخته است. درین اواخر با درک واضح از وضعیت بانکی و پولی کشور، قدم به عرصه بانکداری گذاشته و قصد دارد تا از این طریق نیز خدمات ارزنده ای را به نظام اقتصادی کشور تقدیم نماید. همچنان آقای اندیش راه اندازی پروژه های اقتصادی دیگری را نیز در ذهن دارد که با شروع آن برای صدها هم وطن ما جای کار ایجاد خواهد گردید. انتشار مجله اس.ام.ای افغانستان یکی دیگری از فعالیت های مبتکرانه آقای اندیش بوده و می خواهد از این طریق ایده های خلاق جوانان مستعد کشور را زنده نگه داشته و راه را برای آغاز کار و بار و تجارت آنها باز نماید و فکر راه اندازی کسب و کار را در بین جوانان کشور ایجاد نماید.

@پارلمانې ټاكنې 2015-12-09

راځې ټول راځې سبا سهار 9 بجې له ده بوری چوک نه ....

@پارلمانې ټاكنې 2015-09-24

ټولو ګرانو دوستانو ته دې نیکمرغه لوی اختر مبارک وي! خدای ج دې وکړي چې له خپلو درنو کورنیو سره له خوښیو او سوکالۍ ډکې شیبې ولرئ.


See more learning institutes near Wazir Akbar Khan

About

Parking

Lot Parking No
Street Parking No
Valet Parking No

Suggestions

Ahmad Ghairat Private High School-احمد غیرت خصوصي عالي ښوونځی

East of Ghulam Mohammad Ghubar High School, First Phase Khushal Khan Men, Kabul, Afghanista., 2600 Kabul, Afghanistan
Specialty School

دین مقدس اسلام

Kabul, Afghanistan
Education

Afghan Hope Educational Consultancy Services

5th Floor, City Walk, Ansari Square, Share Naw, 1001 Kabul, Afghanistan
Educational Consultant

مجتمع علمی خراسان

Kart-e-4, Kabul, Afghanistan
College & University, School

Seerat High School

Afghanistan, 25000 Kabul, Afghanistan
Education

Afghan Foreign Language Institute

Golay Cinema, Khair Khana, 25000 Kabul, Afghanistan
College & University, College & University

بصيرت هـاى اسلامى

Kabul, Afghanistan, Kabul, Afghanistan
Library

Afghan Yaar Public High School

2nd part of karti parwan ,badam bagh road, 0093 Kabul, Afghanistan
High School


Privacy Policy